د غزې پر ناصر روغتون د اسراییل برید ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېد لامي د غزې په سوېل کې پر ناصر روغتون د اسراییل برید چې پکې د پنځو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول، «وېرونکی» ګڼلی او ترکیې هم دغه برید «جنګي جنایت» او د «مطبوعاتو پر ازادۍ برید» بللی دی.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «له ولسي وګړو، روغتیايي کارکوونکو او خبریالانو باید ساتنه وشي. موږ یوه بېړني اوربند ته اړتیا لرو.»

له دې سره سم، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارتباطاتو ادارې رييس برهان الدین دوران پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «اسراییل چې هر ډول انساني او حقوقي اصولو ته په نه پام خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی، په توهم کې دی چې کولی شي په سیستماتیک ډول د خبریالانو د په نښه کولو سره د حقیقتونو له افشا کېدو مخنیوی وکړي.»

د غزې د چارواکو په وینا، د اسراییل په دغه برید کې د رویټرز دوه عکاسان حسام المصري او خاتم خالد، د الجزیرې عکاس محمد سلمه، خپلواکه خبریاله مریم ابو دقه او د معاذ ابو طه په نوم یو بل خبریالان وژل شوي دي.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په همدې تړاو په یوې اعلامیې کې پر ناصر روغتون د ننني برید له امله خپله «ژوره خواشيني» څرګنده کړې او ویلي یې دي: «موږ د خبریالانو او ډاکټرانو فعالیتونو او ولسي وګړو ته ارزښت ورکوو. نظامي چارواکي په دې تړاو پر څېړنو بوخت دي.»

د ناصر روغتون مدیر عاطف الحوت ویلي، د اسراییل دغه برید له مخکېني خبرداري پرته ترسره شوی او له امله یې د دغه روغتون د جراحۍ څو خونې ویجاړې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دغه روغتون کې شاوخوا زر ناروغان او ټپيان تر درملنې لاندې دي په داسې حال کې چې یوازې ۱۴۰ فعال بسترونه لري.

نور خبرونه

رادیو