ایران سبا د خپلو اټومي تاسیساتو په اړه له درېیو اروپايي هېوادونو سره خبرې کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۳

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې ایران سې‌شنبه په سویس کې له جرمني، فرانسې او برېتانیا سره د ایران پر اټومي موضوع خبرې کوي. د راپورونو له مخې؛ د دغه خبرو اجنډا د ایران اټومي تاسیسات او پر دغه هېواد د لګول شویو بندیزونو لرې کول دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې د ایراني پلاوي مشري مجید تخت‌روانچي کوي او د جرمني، فرانسې او برېتانیا له لوري به د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان ګډون ولري.

دغه اژانس د سرچینو په حواله زیاتوي، چې تېره جمعه د درېیو اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې د بهرنیو او امنیتي سیاستونو عالي استازو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په دې اړه ټیلیفوني خبرې کړې وې.

نور خبرونه

رادیو