د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې غواړي په راتلونکي کې د شمالي کوریا له مشر «کیم جونګ اون» سره وګوري. هغه دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د سوېلي کوریا له نوي ولسمشر «لي جایه میونګ» سره د سپینې ماڼۍ د لیدنې پر مهال وکړې.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په یوه خبري غونډه کې وویل: «زه هیله لرم چې په مناسب وخت کې له کیم جونګ اون سره بیا لیدنه وکړم.»
ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې درې ځله د شمالي کوریا له مشر سره کتلي وو، لومړی ځل په سینګاپور کې په ۲۰۱۸، دویم ځل د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په میاشت کې په هانوي او درېیم ځل په همدې کال د دواړو کوریاوو په غېر پوځي شوې پوله کې چې د لومړي ځل لپاره د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا خاورې ته دننه شو.
که څه هم دغه لیدنې د واشنګټن او پیونګيانګ ترمنځ د لنډ مهال لپاره د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شوې، خو د شمالي کوریا د اټومي پروګرام پر سر خبرې «بېپایلې» پاتې شوې. د ټرمپ د دورې له ختمېدو وروسته مذاکرات ودرېدل او اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې.
اوس هم د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اساسي اختلاف د پیونګيانګ د اټومي وسلو او توغندیو ازموینې دي.
واشنګټن او متحدان یې دا پروګرام د نړۍوال امنیت لپاره جدي ګواښ بولي، خو پیونګيانګ ټینګار کوي چې دا د دوی د حکومت د بقا تضمین دی.