د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د غزې پر ناصر روغتون د اسراییل برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د بيان ازادۍ پر ضد جنايت بللی دی. په دغه برید کې پنځه خبريالان او ۲۰ نور کسان وژل شوي.
د راپورونو له مخې، د غزې په ناصر روغتون کې د اسراییل په برید کې لږ تر لږه ۲۰کسان وژل شوي، چې پکې پنځه خبريالان هم شامل وو.
حمدالله فطرت وايي: « اسراییل د جنايتونو او ټولوژنو په دوام، يوازې نن ورځ د لسګونو مظلومو فلسطينيانو تر څنګ پنځه تنه خبريالان هم په شهادت رسولي دي. موږ يو ځل بيا د فلسطين د مسلمانانو روانه نسل وژنه او د اسراییل وحشيانه يرغل په کلکو ټکو غندو.»
هغه زیاته کړې: «د خبريالانو وژنه يو ستر جنايت او د بيان د ازادۍ د مدعيانو پر لمن تور داغ دی.»
د راپورونو له مخې، دجګړې له پیل راهيسې د فلسطين په غزه کې د وژل شویو خبريالانو شمېر له ۲۵۰ څخه اوړي.
د فلسطين خبريالانو اتحاديې او نړيوالو ادارو د دې پېښو غندنه کړې او له نړیوالې ټولنې يې غوښتنه کړې چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.