هندي چارواکو د یکشنبې په ورځ له پاکستان سره د احتمالي سرحدي سېلابونو په اړه معلومات شریک کړي دي. دا خبرداری په جمو او کشمیر سیمه کې د سختو بارانونو له امله ورکړل شوی. هند دا معلومات د ایندوس تړون پرځای له ډیپلوماتیکو لارو ور رسولي.
پاکستان وویل چې هند دغه معلومات له دیپلوماتیکو لارو ور رسولي، نه د ۱۹۶۰ کال د «اېندوس اوبو تړون» له مخې.
د هند یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې خبرداری یوازې د «بشري خواخوږۍ» له مخې ورکړل شوی.
د روانو بارانونو او سېلابونو له امله تر اوسه په پاکستان کې ۷۹۹ او په هند کې لږ تر لږه ۶۰ تنه مړه شوي دي. چارواکي وايي د سپټمبر تر لسمې به د نورو سختو بارانونو احتمال هم وي.
د پاکستان د پېښو مدیریت ادارې ویلي، د هند له لوري شریک شوي اطلاعات د تاوي سیند د اوبو د ډېرېدو په اړه وو، چې له سرحده تر تېرېدو وروسته د ستلج سیند بڼه خپلوي.
پاکستان بیا هم له هند څخه غوښتي چې د «اېندوس د اوبو تړون» ټول شرایط عملي کړي او خبرداری یې ورکړی چې د تړون ځنډول د نړیوال قانون جدي سرغړونه ده چې د سیمې پر سولې او ثبات منفي اغیزې لرلی شي.