په شمالي وزیرستان کې ځايي سرچینې وايي، برید تېره شپه د برڅي خېل کلي اړوند سیمه کې شوی چې له کبله یې یو دوه کلن ماشوم او یوه مېرمنه وژل شوې ده.
دا چې دغه برید پر چا او د کومې موخې لپاره شوی؛ په دې تړاو لاتراوسه څه نهدي ویل شوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي زکیم خان وزیر هم پر اېکس پاڼه د وژل شوي ماشوم د انځور په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید د پاکستان د پوځ له لوري شوی دی.
نوموړي همدا راز ادعا کړې، چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ له لوري په ورته بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو شمېر لسګونو ته رسېدلی.
هغه همدا راز ویلي، چې د برید په غبرګون کې د سیمې خلکو اعتراض هم کړی.