د مخکیني حکومت عامې روغتیا پخواني رییس مولاداد توبه ګار افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د هلمند د ګرشک امنیه قوماندانۍ د طالبانو د هلمند د امنیه قوماندان په امر د نوموړي شخصي زرې موټر وړی.
د هغه په وینا، د هلمند امنیه قوماندان د امربالمعروف او نظامي محکمې اوامر نه مني.
د مخکیني حکومت د عامې روغتیا پخواني رییس مولاداد توبه ګار نن یکشنبه «وږي ۲مه» وویل چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت او د هلمند نظامي محکمې ته ورغلي ول او هغوی ورته په عریضو کې لیکلي، چې شخصي زرې موټر بېرته وسپارل شي خو د هلمند امنیه د یادو طالب ادارو امرونه نه مني.
مولاداد توبه ګار وویل:« د طالبانو امربالمعروف مرستیال په لاسلیک امر مو د هلمند امربالمعروف ریاست ته وروړ خو هغوی وویل چې امنیه قوماندان زموږ امر نه مني او موږ دا امر نه شو تطبیقولی.»
نوموړی زیاتوي چې د هلمند نظامي محکمې ته یې عریضه وکړه او یادې محکمې رییس امنیه قوماندان ته ټیلیفون وکړ او ورته یې وویل چې موټر شخصي دی او دې محکمې ته دې وسپارل شي خو نوموړي له دې کاره انکار وکړ.
مولاداد توبه ګار هغه ویډيو هم شریکه کړه، چې د نوموړي په وینا، د طالبانو د هلمند امنیه قوماندان د هغه موټر ګرځوي او شخصي ګټه ورڅخه اخلي.
هغه وویل:« د طالبانو د مسوولینو امرونه څوک نه مني او یوازې مو پر ادارو ګرځوي.»
په هلمند کې ځايي سرچینو د زمري ۲۶مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د غرمې پرمهال د هلمند په مرکز لښکرګاه لومړۍ ناحیه کې د طالبانو د ګرشک ولسوالۍ قوماندان مولوي یاسر له خپلو ۵۰ ساتونکو سره د مولاداد توبه ګار پر کور چاپه ووهله.
د نوموړي نږدې خپلوانو وویل:«د اصولو له مخې د طالبانو د ګرشک ولسوال مولوي یاسر حق نه لري، چې په لښکرګاه کې د خپلو کسانو په ملتیا پر کور چاپه ووهي.»
سرچینو ویلي، د ملاداد توبه ګار له ورور سره د زغره وال موټر سندونه موجود ول خو هغه طالبانو ونه منل او ویې ویل چې د موټر خاوند په مخکیني حکومت کې دولتي دنده درلوده.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو له خوا وړل شوي زرې موټر د خریدارۍ سند هم ترلاسه کړی و. په دې سند کې لیکل شوي، چې دا موټر مولاداد توبه ګار په لښکرګاه ښار کې له یوه ځايي موټر پلورنځي څخه په ۱۳۹۷ کال کې په ۳۴ زره ډالره اخېستی دی.
مولاداد توبه ګار په ۲۰۱۵ کال کې د هلمند د عامې روغتیا رییس و او په ۲۰۱۷ کال کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ولسوال هم پاتې شوی.
که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام چارواکي په تېره نظامیان ځورول کېږي.