بنیامین نتنیاهو: ټولې سیمې د اسراییل ځواک او پرېکنده دریځ درک کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د اسراییل لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له لوري د یمن په پلازمېنه کې د حوثیانو پر مرکزونو له بریدونو وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: «د حوثي ترهګریز رژیم په سختۍ سره زده کوي چې پر اسراییل د خپلو تېریو لپاره درنه بیه پرې کوي او لا به یې پرې کړي.»

هغه زیاته کړه: «نن مو یو ځل بیا په یمن کې ستراتیژیک اهداف په نښه کړل؛ د صنعا په زړه کې د تګ راتګ اساسي لارې، د ښار برېښناکوټ او د تېلو زېرمې چې هغه برابروي.»
بنیامین نتنیاهو په دې ټینګار سره چې «زموږ ټولې الوتکې له عملیاتو وروسته په سلامتۍ بېرته راستانه شوې»، زیاته کړه: «هر څوک چې پر موږ برید وکړي، موږ به ځواب ووایو او هر څوک چې د برید نیت ولري، موږ به پرې له مخکې اقدام وکړو. زه باور لرم چې ټوله سیمه اوس د اسراییل د حکومت ځواک او پرېکنده دریځ درک کوي.»

نور خبرونه

رادیو