د ملګرو ملتونو په ملاتړ د نړۍ د لوږې مخکښې ادارې خبرداری ورکړی چې په غزه کې د جګړې له امله ۵۰۰ زره کسان د سختې لوږې له کړاو سره مخامخ دي. ویل شوي چې د غزې اوسېدونکي د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي او د لوږې له کبله یې د مړینې کچه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.


د جګړې پر دوام؛ په غزه کې نیم مېلیون انسانان د سختې لوږې له کړاو سره مخامخ دي
AP ۱۴۰۴ وږی ۲