د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست پرون شنبه (د وږي لومړۍ) ویلي و، هغو کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي، چې د بیف او بایومټریک سیسټم له لارې د ممنوعالخروج په توګه تثبیت شوي دي، خو نن یې د وضاحت په ورکړې سره وویل چې د پاسپورټ موانع لرونکي د خپلو قضیو له حل وروسته د پاسپورټ مستحق ګڼل کېږي.
د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست پرون ویلي و، د بیف او بایومټریک سیسټم له لارې له ممنوعالخروج کسانو سربېره هغو کسانو ته هم پاسپورټ نه ورکوي، چې محکمې په جزايي، مدني او یا سوداګریزو قضیو کې محکوم ګڼلي وي.
خو نن د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست بیا په دې اړه د وضاحت په ورکړې سره ویلي، هغه اشخاص چې د پاسپورټ د صدور موانع لري کولای شي، خپلې قضیې او چارې د محاکمو او قضایي بنسټونو د پرېکړو پر بنسټ په قانوني ډول حل او پای ته ورسوي او له هغې وروسته د پاسپورټ مستحق ګڼل کېږي.
د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) پر اېکسپاڼې لیکلي و: «یو شمېر هغو افغان وګړو ته چې د پور (قرض) او یا هم د نورو ژمنو د نه ترسره کولو په سبب د اړوندو ادارو له لوري ممنوعالخروج اعلان شوي وي، پاسپورټ نه صادرېږي.»
طالبانو د ځینو وګړو لپاره د پاسپورټونو صادرول بند کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو
د دوی په نوي محدودیونو کې هغه ماشومان هم شامل دي، چي والدین او یا قانوني وکیل ونه لري.
له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.