افغانان د ایران ولسمشر ته په خطاب کې: ابو علي سینا «بلخي» ووایه چې خوله دې عادت شي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

په اېکس کې د ابوعلي سینا بلخي په اړه د ایران د ولسمشر لیکنه تر هغه وروسته جنجالي شوه، چې نوموړي د ابوعلي سینا له نوم څخه د «بلخي» تخلص لرې کړ. مسعود پزشکیان په دې لیکنه کې د ابوعلي سینا بلخي د زوکړې مبارکي ویلې ده، خو د بشپړ نوم پر ځای یې یوازې «ابوعلي سینا» لیکلی دی.

پزشکیان په خپل اېکس کې لیکلي: «د شېخ‌الرییس ابوعلي سینا د زوکړې او د ډاکټر ورځ دې ټولو د روغتیا او ژغورنې سفیرانو، درنو ډاکټرانو او زمونږ قدرمنو همکارانو ته مبارک وي. هیله لرم چې د تخصص، پوهې، ژمنتیا او انسان دوستۍ په سیوري کې لکه تل د ګران ایران نوم نور هم لوړ او روښانه وساتئ.»

په اېکس پاڼه کې یو شمېر افغانانو بیا د «بلخي» کلمې د لرې کولو له امله د ایران پر ولسمشر مسعود پزشکیان له نیوکو سربېره د پوښتنې په بڼه ویلي، «ایا دا خوښوئ چې تاسو ته یوازې مسعود وویل شي او د تاسو تخلص پزشکیان ترې حذف کړي؟»

دوی همداراز د دغې لیکنې په کمېنټونو کې ویلي، ایران هر کله د افغانستان د علماوو په تړاو معلومات تحریفوي او هڅې کوي، چې یاد کسان چې په نړۍ کې د افغانستان په نوم یادېږي ایراني معرفي کړي.

افغانانو مسعود پزشکیان ته په وار-وار لیکلي: «ابو علي سینا بلخي، مولانا جلال الدین بلخي او ... تکرار یې کړئ چې بیا مو له یاده ونه وځي.»

په دغو کمېنټونو کې ځينو نورو افغانانو بیا ویلي: «ښاغلی ولسمشره، تاسو په داسې موقف کې یاست چې باید د افغانستان کلتور او تاریخي تمدن ته درناوی وکړئ، نه دا چې هغه تحریف کړئ. که د یوه هېواد ولسمشر نه شي کولی چې د تاریخ تر ټولو لوی فیلسوف نوم ولیکي نو له نورو څه تمه کېدای شي.»

ډېریو نورو افغانانو بیا د پزشکیان دغې لیکنې ته په غبرګون کې ویلي: «ابو علي سینا بلخي ووایه، چې خوله دې عادت شي.»

په دغو کمېنټونو کې چې شمېر یې نږدې ۴۰۰ ته رسېږي، یو شمېر افغانانو ویلي چې ابو علي سینا بلخي د نوم وروستۍ برخه یعنې «بلخي» د نړۍ په طبي کتابونو کې لیکل شوی دی. د «ابو علي سینا بلخي نوم یوازې (ابو علي سینا) نه دی او د «بلخي» برخې ته په نه سترګه کتل له خپلې رېښې او خاورې د جلا کولو په معنا دي او دغه کار تاریخ ته په سپکه کتل او د هویت تحریف دی.»

یوه بل افغان بیا لیکلي: «ابو علي سینا بلخي د افغانستان اړوند دی، جناب ولسمشره غلا بس ده.»

ځينو ایرانیانو بیا ابو علي سینا بلخي د خپل هېواد لپاره پردی ګڼلی او پر خپل ولسمشر یې په نیوکو سره په کنایه ډول ویلي: «جناب ولسمشره، له دې چې د پردیو اتباعو د زوکړې لپاره پیغام استوئ، له تاسو منندوی یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران سفارت هم د ابو علي سینا بلخي چې د تاریخ له سترو علمي شخصیتونو څخه شمېرل کېږي، په یوه خپور شوي یادښت کې د هغه د نوم ترڅنګ د «بلخي» د تخلص له لیکلو ډډه کړې ده.

د وږي لومړۍ نېټه د ابن سینا بلخي د زوکړې له ورځې سره برابره ده، هغه نوموتی فیلسوف او وتلی ډاکټر چې د سیمې او نړۍ د تمدن په ډګر کې ځانګړی ځای لري.
ابو علي سینا بلخي د منځنيو پېړیو له اغېزمنو فیلسوفانو او ډاکټرانو څخه ګڼل کېږي. هغه د «الشفاء» په څېر مهم اثار چې د فلسفې او علومو په اړه ستره دايره‌المعارف ده او د «القانون فی الطب» په نوم اثر چې د طب د تاریخ له خورا معتبره سرچینو څخه دی، تألیف کړي دي او په دې توګه یې د اندېښنو او علم په تاریخ کې ځانګړی مقام خپل کړی دی.

ډېری تاریخي سرچینې له هغه څخه د «ابن سینا بلخي» په نوم یادونه کړې ده. د «بلخي» د تخلص دلیل د هغه زېږېدنه د بخارا په نږدې سیمه کې چې د بلخ له تابعو څخه وه او همداراز د ده د پلار عبدالله بن سینا اصلي ټاټوبی بلخ بلل کېږي. پر همدې بنسټ، په ځینو لرغونو متونو کې د هغه د نوم ترڅنګ د «بلخي» لقب هم ذکر شوی دی.

نور خبرونه

رادیو