فرانسې د یهودیت ضد څرګندونو له امله د امریکا سفیر احضار کړ

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په پاریس کې د امریکا د سفیر چارلز کوشنر له لوري د فرانسي ولسمشر امانوېل مکرون ته د یوه لیک له لېږلو سره سم، دغه هېواد پرېکړه کړې چې نوموړی سفیر احضار کړي.

په دې لیک کې کوشنر ویلي وو، چې د فرانسې حکومت د یهودیت ضد تاوتریخوالو پر وړاندې په کافي اندازه اقدام نه دی کړی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «فرانسه د امریکا د سفیر ښاغلي چارلز کوشنر له لوري د مطرح شویو ادعاوو څخه خبره ده؛ هغه په فرانسه کې د یهودیت ضد کړنو د زیاتوالي په اړه په یوه لیک کې له ولسمشر سره خپلې اندېښنې څرګندې کړي او یادونه یې کړې، چې د فرانسوي چارواکو له لوري د دې پدیدې د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي شوي.»
په دې بیان کې راغلي دي: «د سفیر له لوري مطرح شوې ادعاوې د منلو وړ نه دي.»

نور خبرونه

رادیو