طالبان وايي، په کابل کې یې د سِحري وسایلو یو لوی پټنځای کشف کړی دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په کابل کې یې د سِحري وسایلو د پېر او پلور یو لوی پټنځای کشف او په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پټنځای یې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په میرویس میدان سیمه کې د ځايي اوسېدونکو په همکارۍ موندلی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه پټنځای کې د سِحري کتابونو او په کوډو کې د کارېدونکو وسایلو پېر او پلور کېده او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

دغه وزارت هغو کسانو ته چې د یاد وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې فعالیت لري خبرداری ورکړی، چې تر نیول کېدو وروسته به د دوی عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کوډګرۍ یا تعویذ لیکلو چارې زیاتې شوي او طالبانو تر اوسه په دې تور د لسګونو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د امربالمعروف ریاست همدا نن خبر ورکړ، چې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې یې هغه تعویذ لیکونکی نیولی، چې خلکو ته یې بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل. یاده اداره وايي، دغه تعویذګر له یوه تن څخه ۱۶۰ زره افغانۍ اخېستې وې، چې زوی یې په تعویذ ترکیې ته لېږي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر څه موده مخکې ویلي و، چې دغه وزارت په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۵۵۰ کسان د جادوګرۍ په تور نیولي دي. ښاغلي خېبر دا ویلي و: «دغو جادوګرو د پیسو په بدل کې د کورنیو تر منځ جنجال او تفرقه پيدا کول.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په ټول افغانستان کې «تعویذ لیکل، جادو او کوډې» منع دي.



نور خبرونه

رادیو