د برېټانیا ښيلاسي افراطي ګوند مشر نایجل فراج وايي، که یې ګوند په ټولټاکنو کې بریالی شي، په ډلهییز ډول به د کډوالو شړلو پلان وړاندې کړي. هغه زیاته کړې چې په دې لړ کې به د افغانستان، اریتریا او نورو هېوادونو له مشرانو سره د کډوالو شړلو تړونونه لاسلیک کړي.
د دغه ګوند مشر نایجل فراج له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، که ګوند یې بریالی شي، برېټانیا به د اروپا بشري حقونو له کنوانسیون څخه وباسي.
د دې ښی لاسي ګوند د پلان پر بنسټ، هغه کډوال به وشړي چې د مانش کانال له لارې په کښتيو کې برېټانیا ته ورغلي دي.
نایجل فراج وویل: «موږ کولای شو له خلکو سره ښه و اوسو، کولای شو له ځينو هېوادونو سره ښه اړیکې ولرو، خو په ورته وخت کې له ځينو هېوادونو سره خورا سخت دریځ هم درلودلای شو.» هغه زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا خبره په بشپړ ډول ثابته کړې ده.
کله چې له دې ښيلاسي سیاستوال څخه پوښتنه وشوه چې که دا کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته وشړل شي هلته به یې بشري حقونه تر پښو لاندې شي، ایا دا د اندېښنې وړ خبره نه ده؟ ایا هغوی به شکنجه یا و نه وژل شي؟ نوموړي په ځواب کې ویلي، هغو اړخونو ته پام کوي چې برېټانیا ته ګواښ پېښوي.
نایجل فراج وویل: «زه د نړۍ د استبدادي رژیمونو نه، بلکې د برېټانیا په کوڅو کې د ښځو او نجونو د امنیت مسوول یم.»
په برېټانیا کې په تېرو اوونیو کې خلک د هغو هوټلونو مخې ته د اعتراض په ډول راووتل چې کډوال په کې اوسېږي. دا اعتراضونه تر هغه وروسته پيل شول چې یو کډوال په جنسي تېري تورن شو.
د اکسفورډ پوهنتون د ورکړل شویو شمېرو له مخې، شاوخوا دوه پر درېیمه برخه هغه کسان چې د مانش کانال له لارې برېټانیا ته ورځي، پناه غوښتنه یې منل کېږي. د دغه پوهنتون څېړنې ښيي چې له دې کډوالو څخه یوازې درې سلنه یې بېرته خپلو هېوادونو ته استول کېږي.