د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یکشنبې په ورځ د اوکراین د خپلواکۍ په ورځ پلازمېنې کیېف ته رسېدلی.
د کاناډا چارواکو وویل، چې د لیدنې موخه د اوکراين د پوځي وړتیاوو، ګډو وسلو تولید او له احتمالي اوربند وروسته د روسیې د بریدونو مخنیوي لپاره د کیېف د متحدانو ملاتړ پراخول دي.
کارني به د اوکراين له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د امنیتي تضمینونو او پوځي مرستو په اړه خبرې وکړي.
کارني د خپل سفر پر مهال د اوکراين د خپلواکۍ جشن مراسمو ته د «ځانګړي مېلمه» په توګه بلل شوی و. د کاناډا چارواکو ویلي، چې د لیدنې موخه د اوکراين د پوځي وړتیاوو، ګډو وسلو تولید او د روسیې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د متحدانو ملاتړ پراخول دي.
اوکراين د ممکنه اوربند یا سولې په صورت کې د روسیې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره له خپلو متحدانو روښانه امنیتي تضمینونه غواړي.
د دې ترڅنګ، دناټو عمومي منشي او د امریکا او اروپایي متحدینو لوړپوړو چارواکو کییف ته سفرونه کړي څو له جګړې وروسته تضمینونو باندې بحث وکړي.
کاناډا د جي ۷ غونډې په ترڅ کې د اوکراین لپاره دوه میلیارد ډالره نورې پوځي مرستې اعلان کړې او له اروپایي اتحادیې سره یې ستراتیژیک دفاعي تړون لاسلیک کړی، چې د متحدانو په منځ کې د وسلو ګډ تولید او پېرل اسانوي.