افغان بزګران د معیاري سړو خونو د نشتون له امله اړ دي خپل کرنیز محصولات په ټیټه بیه وپلوري

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

که څه هم طالبان ادعا کوي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر سړې خونې د جوړېدو په حال کې دي، خو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر بزګران په نیوکې سره وایي، چې د معیاري سړو خونو کموالی د دې لامل شوی چې د دوی کرنیز محصولات په ټیټه بیه وپلورل شي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزارت د مسوولینو له قوله راپور ورکړی، چې یاده ډله په پام کې لري څو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شپږ سړې خونې جوړې کړي.
د یاد وزارت ویاند شېرمحمد حاتمي وایي، چې له یاد شمېر سړو خونو څخه به یې درې یې په کندوز، کندهار او بلخ ولایتونو او درې نورې یې په جوزجان، سرپل او کابل ولایتونو کې جوړې شي.
اخوا، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) بیا وایي، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړونې چارې روانې دي.
دغه سازمان نن په خپل اېکس‌ کې لیکلي، چې یادې سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي، چې هر یوه یې د ۲۰ مټریک ټنه پیازو د ساتنې ظرفیت لري.
د سړو خونو د جوړلو په اړه دا ژمنې په داسې حال کېږي، چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نه موجودیت له امله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ټلوېزیون د بڼ‌والو له قوله راپور ورکړی، چې طالبان دې د دوی د محصولاتو لپاره سړې خونې زیاتې کړي.
د دوی په خبره: «د محصولاتو د ساتلو ځان نشته، په پټي کې نه ساتل کېږي او خرابېږي او له مجبوریت څخه خپل محصولات په کمه بیه پلورو. دولت باید زمونږ د محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې کړي.»
دا په داسې کې ده، چې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده بیا وایي، چې د منظمو او معیاري سړو خونو جوړېدل د افغانستان د کرنې د ودې لامل کېږي او د کروندګرو محصولات به هم ضایع نه شي.
د مېوو او سبزیو سوداګرو په ځلونو ویلي، چې د سړو خونو جوړول او د برېښنا د ستونزې حل به له مېوو څخه په ترلاسه کېدونکې ګټه کې پنځوس سلنه زیاتوالی راولي.

نور خبرونه

رادیو