ملا قیوم ذاکر په هلمند کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له سرحدي پوستو لېدنه کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د دې ډلې د دفاع وزارت دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ پلاوي د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو له سرحدي پوستو لېدنه کړې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې له ملا عبدالقیوم ذاکر سره په دغه سفر کې په هلمند کې د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدین تقي او د هلمند والي عبدالرحمن مسلم کندوزي هم ملتیا کوله او د هلمند ولایت بهرامچې ولسوالۍ ډیورنډ کرښې ته څیرمه امنیتي پوستې یې له نږدې وکتلې.

طالبانو ویلي، چې ملا قیوم ذاکر او پلاوي د بهرامچې ولسوالۍ د رباط په سیمه کې د طالب جنګیالیو ستونزو ته د رسیده ګي ډاډ ورکړی.

د طالبانو د دفاع وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي پر داسې مهال ډیورنډ کرښې ته څیرمه له سرحدي پوستو لېدنه کړې، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د شپږو سرحدي ولایتونو د والیانو ترمنځ د امنیت او تشکیلاتو په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.

نور خبرونه

رادیو