د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د دغه هېواد د بابل ښار د امنیې قوماندان له خولې لیکلي، یو زرو او ۵۰۰ ناقانونه افغان کډوال چې د بابل په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل، افغانستان ته وشړل شول.
د ايرنا د راپور له مخې، ډګروال علي داداش تبار پرون (شنبه، وږي ۱) په بابل ښار کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د ناقانونه افغان کډوالو راټولولو طرحه له اعلان شوې لارښوونې سره سم په پرله پسې ډول دوام لري.»
هغه زیاته کړه: «يوازې هغو کډوالو ته د محدود وخت لپاره د پاته کېدو اجازه ورکړل شوې چې په ځانګړو ساحو کې کار کوي او د فعالیت جوازونه لري، لکه د خځلو راټولول، د وریجو پاکول، اهنګري (پښتوب) او قصابي.» د ایرنا راپور پر بنسټ، د وخت تر پوره کېدو وروسته به د دې کډوالو د شړلو بهیر هم پيل شي.