د طالبانو په سیاسي مرکز یعنې کندهار ولایت کې د وسله والو په یوه برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، دغه کس چې حاجي نعمت الله نومېده د یکشنبې په ورځ (د وږي۲مه) د سپین بولدک ولسوالۍ په شهید بازار کې د ناپېژندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه کس چې په ملک مشهور و او د ارزګان اصلي اوسېدونکی و، په یادې ولسوالۍ کې یې پر هټۍوالو د غوا شیدې خرڅولې.
ویل کېږي چې ځايي امنیتي کسانو د دغې پېښې په تړاو یو کس نیولی، خو لا تر اوسه د کندهار ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی یوه لویه ادعا دا وه، چې په افغانستان کې سراسري امنیت دی، خو په افغانستان کې پر رسنیو د فشارونو او سانسور له امله امنیت ضد پېښې نه خپرېږي او په دې سره دا ښيي چې امنیت ضد پېښې نشته.
دا چې په کندهار کې چې نړۍوال یې د طالبانو سیاسي مرکز ګڼي، دغه ډول پېښې رامنځته کېږي نو دا د دې ښکارندويي کوي، چې د طالبانو دغه ادعا هم تر ډېره ناسمه ده.