بنګله‌دېشي چارواکي: اسلام‌اباد له بنګله‌دېش څخه د «بښنې غوښتنې» پوروړی دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

پاکستان او بنګله‌دېش په ۱۹۷۱ کال کې له وېشل کېدو وروسته د یو بل سر سخته دوښمنان وو، خو پرون (شنبه د وږي لومړۍ) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بنګله‌دېش ته سفر وکړ او نن دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې تېرې خړې پړې اړیکې پیاوړې کړي او ورسره دوه اړخیزې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.

خو بنګله‌دېشي چارواکي بیا وايي، چې د پاکستان او بنګله‌دېش د وېش پر مهال اسلام‌اباد پر بنګله‌دېش ډېر ظلمونه کړي او لا هم اسلام‌اباد د «بښنې غوښتنې» پوروړی دی.

د پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو د وېش پر مهال په ۱۹۷۱ کال کې پر بنګله‌دېشيانو د ګڼو ظلمونو پر کولو تورن دی او د بنګله‌دېش په وینا، پاکستاني پوځیانو په بنګله‌دېش کې سلګونه زره کسان وژلي او لا هم بنګله‌دېشيان له اسلام‌اباده غواړي، چې له دوی څخه بښنه وغواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له شاخوا ۱۳ کلونو وروسته لومړنی لوړپوړی پاکستانی چارواکی دی چې بنګله‌دېش ته یې سفر کړی، وايي: «د دې امکان او ظرفیت ډېر دی چې د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ښه کارونه وشي.»

د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو سلاکار محمد توحید حسین بیا ویلي، د بښنې موضوع لا حل شوې نه ده، خو له پاکستاني لوري سره په کتنو کې په دې هوکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید پیاوړې شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، محمد اسحاق ډار د بنګله‌دېش له لوري په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی وو.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو او همداراز د کلتوري تبادلو په برخو کې ۶ هوکړې او پروګرامونه هم لاسلیک شوي دي.

شنونکي وايي، د دواړو هېوادونو ګاونډی هېواد هند د پاکستان او بنګله‌دېش اړیکې له نږدې څاري او په وینا یې له ډاکا سره د نوي ډیلي اړیکې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې وروسته له هغې سړې شوې، چې په بنګله‌دېش کې د ولسي پاڅون له امله د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شېخ حسینه حکومت رانسکور او په خپله یې هند ته پناه یوړه.

نور خبرونه

رادیو