په دیره اسماعیل خان کې د سېلابونو له امله ۸ کسان مړه شوي او ۵۲ ټپیان دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان ولسوالۍ کې تېره شپه د سختو سېلابونو له امله ۸ کسان مړه شوي او له ۵۲ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د ولسوالۍ د روغتون یوه مسوول عمیر په وینا، ۴۵ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د دیره اسماعیل خان مرستیال ولسوال سید ارسلان وايي چې د مالي زیانونو د ارزونې لپاره ډلې ګومارل شوې دي او سروې روانه ده.

په انځورونو کې ښکاري چې د سېلانونو له امله کورونه وېجاړ شوي دي.

بل لور ته د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور امر کړی، چې د زیانونو سملاسي ارزونه وشي.

نور خبرونه

رادیو