د هوا ککړتیا هر کال په امریکا کې شاوخوا ۹۰ زره کسان وژني

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د لندن پوهنتون کالج او د سټاکهولم د چاپېریال انسټیټیوټ نوې څېړنه ښيي، چې د ګاز او نفتو له امله رامنځته کېدونکې د هوا ککړتیا هر کال په ټوله امریکا کې د ۹۰ زرو څخه د ډېرو کسانو د وخت نه مخکې د مړینې او د سلګونو زرو نورو د ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

د دې څېړنې پر بنسټ، رنګین پوستې ټولنې (لکه لاتین‌تبار، افریقایي او اسیايي الاصله خلک) تر ټولو زیات د دې ککړتیا له امله زیان ویني.

همداراز، هر کال په امریکا کې له ۱۰زرو زیات ماشومان وختي نړۍ ته راځي، ۲۱۶ زره د ماشومانو د تنفسي ناروغۍ پېښې ثبتېږي او ۱۶۱۰ کسان په سرطان اخته کېږي، چې دا ټول د نفتو او ګازو له خطرناکو ککړو موادو سره تړاو لري.

تر ټولو ډېرې پېښې د کلیفورنیا، ټکزاس، نیویارک، پنسلوانیا او نیوجرسي ایالتونو کې لیدل شوي دي.

د څېړنې اصلي لیکواله او د لندن پوهنتون د کالج څېړونکې کارن ووهرا وایي: «موږ له ډېر پخوا پوهېدو چې دا ټولنې د هوا له سخت ککړتیا سره مخ دي، خو اوس موږ وکولای شول د دې واقعیت لپاره کره شمېرې وړاندې کړو.»

څېړنه ښيي، چې اصلي اوسېدونکي (بومي خلک) او لاتین‌تبار وګړي ډېر زیان د ګاز او نفتو د موندنې، استخراج، لېږد او زېرمه کولو له امله ویني؛ خو رنګین پوستې او اسیایي الاصله ټولنې بیا تر ټولو ډېر د هغو کیمیاوي موادو له خپرېدو څخه زیانمنېږي، چې د نفتو او ګازو د پروسس، تصفیې، تولید، وېش او مصرف پر مهال هوا ته خوشې کېږي.

د ګرین‌پیس امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې مشر تیموتي داناکي وایي: «د دې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې پر روغتیا د نفتو او ګازو د ژوند د ټول پړاو اغېز تشریح کوي، له هغه وخته چې له ځمکې استخراجېږي او بیا سوځي.»

د څېړونکو په وینا، د امریکا د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کېدونکو روغتیايي ستونزو لویه برخه د نفتو او ګازو له صنعت سره تړلې ده.

په دې هېواد کې له هر پنځو مرګونو یا وختي زېږونونو څخه یو یې د نفتو او ګازو له ککړتیا سره تړاو لري.

همداراز د ماشومانو ۹۰ سلنه د نوې ساه‌ بندۍ پېښې هم د همدې ککړو کیمیاوي موادو له امله دي.

دا څېړنه داسې مهال خپره شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې هڅه کوله د فوسیل سون توکو لکه نفت او ګاز تولید زیات کړي او د نوې پاکې انرژۍ پراختیا محدوده کړي.

نور خبرونه

رادیو