د روغتیا نړۍوال سازمان راپور ورکړی چې د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه بیا تر ۱۵مې پورې، ټولټال ۱۰۶ زره او ۱۰۹ کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي چې په دې کډوالو کې ۸۳.۷ سلنه یې له ایران او ۱۶.۳ سلنه یې له پاکستان نه ستانه شوي دي.
د نړیوال روغتيايي سازمان د راپور له مخی، د اګسټ میاشتې په نیمايي کې له ایران نه د کډوالو شړلو بهیر ورو شوی دی، یانې ۱۰۶ زره او ۱۰۹ کډوالو ته راټيټ شوی دی.
په راپور کې راغلي چې برعکس له پاکستان نه بیا د کډوالو شړلو بهیر چټک او درې برابره ډېر شوی دی. د اګسټ مېاشتې په لومړیو کې ۱۱ زره او ۱۲۶ ته لوړ شوی دی. د راپور پر بنسټ، په دې ستانه شویو کډوالو کې ځينې یې رواني او تنفسي ناروغۍ لري.