جرمنی چارواکی: د افغان کډوالو منلو په برخه کې امنيتي څېړنې کوو

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د جرمني رسنیو د راپور له‌مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو فډرالي وزیر اليکزانډر دوبریند د افغان کډوالو منلو بهیر کې د ځنډ تورونه رد کړل. هغه وايي: «دا منطقي نه ده چې یوه داسې ستونزه په تېرو څو کالو کې نه وه حل شوې، اوس به په څو اوونیو کې حل شي.»

اليکزانډر دوبریند پرون (شنبه، وږي لومړۍ نېټه) ویلي چې دی نه غواړي افغان کډوال په سرسري ډول ومني او امنيتي اندېښنې له پامه وغورځوي.

د ډي‌پي‌اې جرمن نیوز اژانس د راپور له‌مخې، دوبریند د کورنیو چارو مامورینو ته زیاته کړې چې خپل کار ته دوام ورکړي او د کډوالو منلو په اړه ټولې امنيتي اندېښنې په پام کې ونیسي.

د هغه په خبره، دا امنیتي تفتیش به څو میاشتې وخت ونیسي. هغه د افغان کډوالو په اړه اوسنی وضعیت د تیرو اېتلافي حکومتونو څخه په میراث پاته شوې ستونزه بللې ده.

د خبر له مخې، د فډرالي حکومت د بشري حقونو کميشنر لارس کاسټیلوسي انتقاد وکړ، چې د کډوالو منلو بهیر ډېر ورو دی. د هغه په وینا، هغه افغانان چې د منلو قانوني ژمنه ورسره شوې باید سمدلاسه وېزې ورکول شي.

د ډي‌پي‌اې جرمن نیوز اژانس د معلوماتو له‌مخې، په دغه پروګرام کې شاوخوا دوه زره افغانان شامل دي. په دې کډوالو کې هغه افغانان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې د جرمني له ځايي ادارو سره کار کړی او اوس یې دوسیې په پاکستان کې څېړل کېږي.

د یادونې ده چې د دې کډوالو له ډلې څخه د پاکستان حکومت په روانه اوانۍ کې شاوخوا ۲۱۰ کسان بېرته افغانستان ته شړلي دي.

نور خبرونه

رادیو