طالبان وايي اندونیزیا د کابل عامه کتابتون په ډیجیټل کولو کې د مرستې ژمنه کړې

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست ددغه وزارت له وزیر خیرالله خیرخواه سره د لیدنې پرمهال ژمنه کړې، چې د عامه کتابتون د ډیجټلایزیشن په موخه د تخنیکي وسایلو مرسته کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن یکشنبه «وږي ۲مه» په خپل اېکسپاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د اندونیزیا شارژدافیر پر وسایلو سربېره د عامه کتابتون د بډاینې لپاره په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر بېلابېلو کتابونو د ډالۍ کولو ډاډ هم ور کړی دی.

نور خبرونه

رادیو