ایت الله خامنه يي: امریکا غواړي چې ایران یې د امر تابع واوسي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د ایران مشر ایت‌الله خامنه‌يي د یکشنبې په ورځ د ایران د خلکو له بېلابېلو طبقو سره په لیدنه کې وویل چې د ایران دښمنان د وسله‌والو ځواکونو په «پیاوړې مقاومت او اتحاد» پوه شوي چې اسلامي نظام په جګړې سره نشي ماتولی. خامنه يي وايي، امریکا غواړي ایران یې د امر متابعت وکړي.

خامنه‌یي له ایران سره د امریکا ددښمنۍ په اړه وویل، چې دا له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې روانه ده، خو په تېرو وختونو کې د امریکا اصلي موخه پټه ساتل کېده.

نوموړي زیاته کړه، « مخکې یې د ترهګرۍ، د بشر د حقونو، د ښځو د حقوقو، یا دیموکراسۍ په نامه د ایران چلند بدلول غوښتل، خو اوس د امریکا مشر دا حقیقت ښکاره کړی او ویلي یې دي چې زموږ مقابله له ایران او د ایران له ملت سره د دې لپاره ده چې ایران د امریکا په اطاعت کې وي».

خامنه‌يي ټینګار وکړ چې د امریکا تعبیر ممکن یو څه توپیر ولري، خو اصلي خبره همدا ده، چې ایران باید «د امریکا د حکم تابع» وي.

نور خبرونه

رادیو