د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، په میدان وردګ ولایت کې یې د امنیتي مسوولینو په همکارۍ د مرغانو ۷ ښکاریان له ښکاري وسایلو سره یو ځای نیولي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د چاپېریال ساتنې رييس محمد ذاکر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) وویل، له دغو کسانو ترلاسه شوي ۱۶ مرغان بېرته ازاد شوي او له ښکاریانو کتبي ژمنې اخیستل شوي، چې بیا ځلې به د مرغانو ښکار نه کوي.
د نوموړي په وینا، د طالبانو د مشرتابه د حکم له مخې، په ټول هېواد کې د وحشي ژویو، مرغانو او کبانو ښکار او قاچاق بند دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
د یوه بل خبر له مخې، د بامیان ولایت د مرکز اړوند په شهیدان سیمه کې ۷ نایابه مرغان هم له ښکاریانو تر لاسه او په ازاده فضا کې خوشې شوي دي.