د نړۍوال بانک په مرسته شپږو ولایتونو کې سړې خونې جوړېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وایي، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د نړۍوال بانک په مالي لګښت د پیازو د ۱۲۰ سړو خونو د جوړونې چارې روانې دي.

دغه سازمان نن (یک‌شنبه، وږي ۲مه) په اېکس‌پاڼه کې لیکلي، یادې سړې خونې په پکتیا، غزني، غور، دایکنډي، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړېږي چې هر یوه یې د ۲۰ مټریک ټنه پیازو د ساتنې ظرفیت لري.

تر دې وړاندې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي و چې له چینايي چارواکو سره یې د درېیو لویو سړو خونو د جوړولو په تړاو خبرې وروستۍ شوې دي او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.

د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین بازمحمد فیضان د تیرې زمري میاشتې په شپږمه نېټه کابل کې د طالبانو د لاسته راوړنو پروګرام په غونډه کې ویلي و، چې جوړېدونکې هره سړه خونه به ۱۵۰۰ مټریک ټنه ظرفیت ولري.

د سړو خونو د جوړلو په اړه دا ژمنې په داسې حال کې دي چې افغان بزګران او بڼ‌وال بیا شکایت کوي چې د سړو خونو د نه موجودیت له کبله یې توکي په کمه بیه پلورل کېږي.

ځینې بزګرانو او بڼ‌والو له افغانستان انټرنشل-پښتو په خبرو کې ویلي مجبور دي چې خپل کرنیز توکي په نشت بیه وپلوري ځکه چې د ساتنې لپاره امکانات نه‌لري.

نور خبرونه

رادیو