پر ډېورنډ کرښه له نښتو وروسته د پاکستان او افغانستان سوداګري په ټپه درېدلې

۲۲ ساعتونه مخکې

پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته دوه اړخیزه سوداګري درېدلې او لارې تړلې دي. پاکستاني پوځ د کرښې په اوږدو کې د لوړې کچې چمتووالی نیولی. په ورته وخت کې باجوړ کې یوه قومي جرګه له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تیاری نیسي، چې له سیمې یې وتلو ته وهڅوي.

د دواړو خواو ترمنځ د نښتو او بریدونو له امله پاکستان پر ډیورنډ کرښه ټولې دروازې تړلې دي، چې له امله یې سلګونه باروړونکي موټر د دواړو خواوو ترمنځ بند پاتې دي.

جګړه د شنبې په شپه پیل شوې وه او دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د دواړو ګاونډیو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښته بلل کېږي.

تر دې وړاندې، د اسلام‌اباد او کابل اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې پاکستان د ټي ټي پي خلاف له طالبانو د اقداماتو غوښتنه وکړه، خو طالبان وايي، د افغانستان په خاوره کې بهرنۍ جنګیالي ډلې او ټي ټي پي حضور نه لري.

یو لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي: « د افغان طالبانو له بې‌پروا بریدونو وروسته له شنبې راهیسې ټولې دروازې تړل شوې دي.»

د پاکستان یو بل امنیتي چارواکي ویلي، د یکشنبې په شپه د سپکو وسلو یو شمېر نښتې شوې، خو اوس وضعیت نسبي ارام دی.

د پاکستان د پوځ ویاند د تبصرې غوښتنې ته سملاسي ځواب نه‌دی ورکړی.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي ویلي، په ډيورنډ کرښه اوسنی وضعیت عادي دی، خو نور جزئیات یې نه‌دي ورکړي.

د پاکستان د حکومت یو بل چارواکي ویلي، د وسایطو او پلي تګ‌راتګ لپاره د ډيورنډ کرښې له تړل کېدو سره، ټول دولتي دفترونه چې د سوداګرۍ او اداري چارو سره تړاو لري، تړل شوي دي.

د پاکستان او افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال، ضیاالحق سرحدي، ویلي: «سلګونه باروړونکي موټر او کانتینرونه دواړو خواوو ته بند پاتې دي. دا موټر تازه مېوې، سبزيجات، د وارداتو او صادراتو توکي او د ټرانزیټ مالونه لېږدوي، چې د دواړو هېوادونو او سوداګرو لپاره د درنو مالي زیانونو سبب شوي دي.»

پاکستان د افغانستان د خوراکي توکو او لومړنیو اړتیاوو تر ټولو ستره سرچینه بلل کېږي او د دې سوداګرۍ بندېدل پر افغان بازارونو ژور اغېز پرېږدي. دغه راز د پاکستان یوه ستره برخه صادارت افغانستان ته کیږي، چې د پاکستاني سوداګرو پر کاروبار اغیز کوي.

د پاکستان پوځ ویلي، په وروستیو جګړو کې د دوی ۲۳ سرتېري وژل شوي، خو د طالبانو په وینا، د دوی ۹ جنګیالي وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کړې چې د افغان طالبانو او د هغوی د متحدینو له ډلې یې له ۲۰۰ ډېر کسان وژلي دي.

بل پلو محلي سرچینو خبر ورکړی، چې په باجوړ کې یوه قومي جرګه له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تیاری نیسي، چې له سیمې یې وتلو ته وهڅوي.

باجوړ په دې وروستیو کې د ټي ټي پي د بریدونو او فعالیتونو مرکز ګڼل کیږي.

نور خبرونه

رادیو