تازه خبر

پاکستانۍ سرچینې وايي دوی د ویزو نه بلکې کابل ته د پلاوي لېږلو وړاندیز کړی و

۴ ساعتونه مخکې

یوې پاکستانۍ رسمي سرچینې له طالبانو نه د دغه هیواد د دفاع وزیر، د استخباراتو رییس او جنرالانو د وېزې غوښتلو خبره رد کړې او وايي، یوازې د سفر وړاندیز شوی و.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، «پاکستاني چارواکو د ویزو غوښتنه نه ده کړې، بلکې د پلاوي د لیږلو وړاندیز یې کړی و».

پاکستاني سرچینې ټینګار وکړ چې دا یوازې یو وړاندیز و او د ویزې غوښتنه نه وه.

له دې وړاندې په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د پاکستان ددفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو د رییس او دوو نورو جنرالانو د افغانستان د ویزې غوښتنه رد کړې ده.

کابل ته د پاکستاني چارواکو د سفر د لیوالتیا په اړه متضاد راپورونه په داسې حال کې خپریږي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی بې ساري کچې ته رسیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ یوه رسمي اعلامیه خپره کړه، چې ویلي یې و دغه هېواد هیله لري یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري.

نور خبرونه

رادیو