طالبانو ننګرهار کې هغه تعویذلیکونکی نیولی چې خلکو ته یې د بهر تګ لپاره تعویذونه لیکل

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د طالبانو د ننګرهار ولایت د امربالمعروف ریاست وايي چې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې یې هغه تعویذ لیکونکی نیولی، چې خلکو ته یې بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل.

یاده اداره وايي، دغه تعویذګر له یوه تن څخه ۱۶۰ زره افغانۍ اخېستې وې، چې زوی یې په تعویذ ترکیې ته لېږي.

د ننګرهار د امربالمعروف ریاست نن شنبه «د وږي ۲مه» د یاد ولایت ځايي رسنیو ته ویلي، چې د دوی محتسبینو یو تعویذګر له هغه وروسته ونیوه، چې یو تن پر نوموړی د خلکو د تېر اېستنې له امله عریضه وکړه.

عارض کس ویلي، چې تعویذ لیکونکي یوه بهرني هېواد ته د تعویذ له لارې دده د زوی د لېږلو په بدل کې ډېرې پیسې ترې اخېستې دي.

رپوټونه وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست محتسبینو له تعویذ لیکونکي نه پیسې بېرته اخیستې او متضرر کس ته یې سپارلې دي.

طالبانو له دې وړاندې هم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې کوډګر او تعویذ لیکونکي نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغې ډلې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت په چوکاټ کې خپل سلګونه غړي د «محتسبانو» په توګه ګومارلي دي.

نور خبرونه

رادیو