پاکستان له بنګله دېش سره دوه اړخیزه سوداګري ډېروي

AP ۱۴۰۴ وږی ۲

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د بنګله دېش د لنډ مهالې ادارې له مشر محمد یونس سره په لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې پر ډېرولو غږېدلی دی.

یاد وزارت وايي، له بنګله دیشي چارواکو سره یولړ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دواړو هېوادونو د دیپلوماتانو او دولتي چارواکو لپاره د ویزو د ختمولو پر هوکړه لاسلیک وکړ. همداراز، د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ او د بنګله‌دېش د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ترمنځ هم د تفاهم یو سند لاسلیک شوی دی.

د سوداګرۍ ګډې کاري ډلې پر تفاهمي یادښت، د پاکستان ایسوسي‌اېټډ پرېس او د بنګله‌دېش د سنګباد اژانس ترمنځ پر یادښت او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د اکاډمیو ترمنځ د همکارۍ پر تفاهمي یادښت هم د دواړو لوریو استازو لاسلیکونه کړي دي.

دا په تېرو ۱۳ کلونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی او دا سفر د بنګله دېش د اوسنۍ ادارې په بلنه ترسره شوی دی.

نور خبرونه

رادیو