د هرات اوسېدونکو پرون (شنبه، وږي ۱) افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو يو سړی وژلی او په کندهار دروازه کې یې د هغه په وینو لړلی جسد راځوړند کړی چې دوی دې کار سخت وېرولي دي. یوه ويډيو ښيي چې طالبانو جسد په رنجر موټر پورې تړلی او په ښار کې یې ګرځوي.
هغه انځورونه او ويډيوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د طالبانو له لوري د دې سړي له جسد سره د وېرونکي چلند صحنه ښيي. په يوه ويډيو کې ښکاري، چې یو طالب جسد په لغتو وهي.
په بله ويډيو کې ښکاري چې د دې سړي جسد د هرات ښار کندهار دروازې په څلورلارې کې راځړول شوی او ځينې خلک د هغه په وینو لړلي جسد څخه عکسونه اخلي. درېيمه ويډيو ښيي، چې طالبان دا جسد د رنجر موټر په شا پورې تړلی او په هرات ښار کې یې ګرځوي.