اسلام‌اباد وايي د پاکستان پر وړاندې د نوي ډیلي کورنۍ تګلاره ورځ تر بلې دښمنانه کېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې اسلام‌اباد له هېڅ هېواد څخه له هند سره د خبرو د منځګړیتوب غوښتنه نه‌ده کړې. نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان چمتو دی له نوي ډیلي سره پراخې او هراړخیزې خبرې وکړي، خو هند بیا د دوی ضد تګلارې پراخې کړې دي.

ډار پرون (جمعه، اګسټ ۲۲مه) د‌ پاکستان د ملي شورا په په ودانۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ له هېڅ چا نه دي غوښتي چې منځګړیتوب وکړي. موږ له هند سره د هراړخیزو خبرو لپاره چمتو یو، چې د کشمیر موضوع هم په‌کې شامله ده».

د پاکستان – هند وروستی کړکېچ او امریکا

اسحاق ډار د نورو پاکستاني چارواکو په څېر یو وار بیا ټینګار کړی چې هند د پهلګام پېښې اړوند له هېڅ ډول ثبوت پرته پر پاکستان تور ولګولو.د مې د ۶مې او ۷مې شپې په اوږدو کې هند پر پاکستان پراخ هوايي بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي په‌کې ووژل شول. له دې وروسته دواړو هېوادونو پر یو بل توغندي وویشتل چې نږدې یوه اوونۍ دا جګړه روانه وه. په پای کې د امریکا په منځګړیتوب دواړه لوري د اوربند پر سر سلا شول.

ډار زیاته کړه: «د اوربند غوښتنه د هند له لوري شوې وه او ما سره خپله د امریکا له لوري اړیکه شوې وه. په هغه وخت کې مې روښانه وویل چې پاکستان جګړه نه غواړي». نوموړي دا هم وویل چې پاکستان په یوه بې‌طرفه ځای کې د خبرو وړاندیز منلی، خو ټینګار یې وکړ: «هېڅ خبرې به یوازې پر یوه موضوع نه وي؛ ټولې مسالې، په ځانګړي ډول د کشمیر هغه هم باید په کې شامله وي».

د نوي ډیلي او اسلام‌اباد رسنیزه جګړه

بل لور ته، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طارړ د پاکستان د مطبوعاتو د مدیرانو شورا (CPNE) غونډې ته وویل چې د مې د میاشتې پر مهال د هند د تبلیغاتي روایتونو په وړاندې د رسنیو رول د قدر وړ دی.
ده وویل: «له لومړۍ ورځې دا یوه د روایت جګړه وه. دښمن پراخې سرچینې، نړۍواله لابي او د نړۍوالو رسنیو نفوذ درلود، خو د پاکستان ځواک بیا په رېښتینولی کې نغښتی و».
د هغه په خبره، د اطلاعاتو وزارت او پوځ په ګډه کار وکړ او د دې جګړې رسنیز مدیریت مخته یوړ. وایي، کورني رسنۍ زموږ د ډېپلوماسۍ برخه شوېاو د بهرني سیاست د ویاند رول یې ترسره کړ. ده ټینګار وکړ چې د رسنیو د هڅو له برکته پاکستان په نړۍوال ډګر کې لا زیات درناوی ترلاسه کړ اوهندي رسنۍ بیا رسوا شوې.

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا روښانه کړه چې دغه هېواد د هند سره د هراړخیزو خبرو لپاره چمتو دی، خو دغه خبرې به یوازې په یوه موضوع نه محدودېږي. اسلام‌اباد خبرداری ورکوي چې د هند پوځي ځواک زیاتېدل او د دغه هېواد دښمنانه سیاستونه د سیمې ثبات ګواښي.

نور خبرونه

رادیو