طالبان وايي د هلمند په ګرمسیر کې یې د مسو او سربو د قاچاق مخه نیولې ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې تیره ورځ د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ صفار سیمه کې یوه بهرني هېواد ته د مسو او سربو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

دوی زیاتوي چې یوه عراده بار وړونکي موټر غوښتل چي ۱۳ سوه ګرامه مس او سرب ګاونډي هېواد ته په ناقانونه ډول ولېږدوي.

د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې له یاد موټر سره یو کس نیول شوی چي تر پلټنو وروسته به اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

نور خبرونه

رادیو