مُحسن داوړ: د ترهګرۍ د ځپلو په نامه عملیاتو کې ترهګرۍ ډېره شوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د پاکستان د ملي ډېموکراتیک خوځښت مشر مُحسن داوړ وايي چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د ځپلو تش په نامه عملیاتو کې ترهګرې ډېره شوې ده.

نوموړي تازه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي :« په بنو او جان‌خېلو کې د خلکو په کورونو بمباري شوې چې له کبله د شېرالله په نامه یو ځوان شهید شوی او ګڼ نور ټپیان دي. د ترهګرۍ پر وړاندې په دې پیل شویو تش په نامه عملیاتو کې یوازې ترهګري ډېره شوې ده.»

یاد پښتون سیاست‌وال داسې مهال په پښتونخوا کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په اړه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ځینو سیمو پراخ چانړیز عملیات پیل کړي دي.

په پیل شویو عملیاتو کې د زرګونو کورنیو د بې ځایه کېدو سربیره یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي.

په باجوړ کې ځینو ځايي امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دا ویلي و چې په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په پښتونخوا کې پښتانه سیاست‌وال دلته د پوځي عملیاتو د ترسره کولو په تړاو جدي اعتراض کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو سیاسي مشرانو ورته څرګندونې کړي، خو امنیتي مسوولانو بیا په کراتو ویلي چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره چاڼړیز عملیات مهم دي.

نور خبرونه

رادیو