طالبانو په هلمند کي د مرغانو ۴ تنه ښکاریان نیولي دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د طالبانو د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي د مرغانو ۴ تنه ښکاریان نیول شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي چې نیول شوي ښکاریانو څخه یې ۱۰ دانې ښکارشوي مرغان هم نیولي دي.

د هلمند ولایت مقام رسنیز دفتر نن شنبه (د وږي لومړۍ) پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د کارېز طبعي ځنګله کي د شپږمې امنیتي حوزې د مسوولینو له لوري ۴ تنه ښکاریان د ښکار په تور نیول شوي دي.

د هلمند د پولیسو ویاند عزت الله حقاني وایي یاد کسان چي يو ميل بادي او دوه ميله کمرشکن ټوپکونه ور سره و او شا او خوا ۱۰ دانې الوتونکي مرغان یې ښکار کړي و، د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول سوه.

دوی همدراز زیاتوي، چې له دې مخکې هم امنیتي ځواکونو يو شمېر کسان د الوتونکو مرغانو او نورو ژوو د ښکار په جرم نيولي دي.

نور خبرونه

رادیو