د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا احتمال رد کړ، چې چین به د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي سولې په تړون کې د امنیت تضمین کوي.
هغه ویلي، چین له یو اړخه د جګړې د سوله ییز حل غوښتنه کوي او له بلې خوا یې د روسیې سره مرسته کړې.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا احتمال رد کړ، چې چین به د اوکراین او روسیې ترمنځ د احتمالي سولې تړون کې د امنیت تضمین کوونکي شي.
زیلینسکي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې امریکا او اروپايي مشرانو د دې اونۍ په اوږدو کې د جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې وکړې او ټينګار یې کړی، چې په اوکراین کې به د سولې ساتلو یو ځواک جوړ کړل شي.
زیلینسکي وویل: «ولې چین د امنیتي تضمین کوونکو په ډله کې نه دی؟ اول خو دا چې چین د جګړې له پیله موږ سره مرسته ونه کړه چې دا جګړه ودروي.»
هغه زیاته کړه: «دویم، چین له روسیې سره مرسته وکړه، ځکه چې د ډرون الوتکو بازار یې ورته پرانیست.»
د زیلینسکي او لویديځو مشرانو په اند بیجینګ تل د اوکراین د جګړې د سوله ییز حل غوښتنه کړې، خو له روسیې سره یې دوامداره اقتصادي ملاتړ د بېطرفۍ برخې ته زیان رسولی.
که څه هم چین هڅه کوي چې د نړیوالو شخړو په منځګړیتوب کې لوی نقش ولوبوي، خو د زیلینسکې څرګندونې ښيي چې چین به د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په بهیر کې هیڅ رول ونلري.
هغه ویلي، چې نړیوال امنیتي ضامن هېوادونه اړین دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې روسیه به د سولې تړون تر لاسلیک وروسته بیا پر اوکراین برید نه کوي.
نوموړي ویلي، چې یوازي به هغه هېوادونه ضامن وي، چې د ۲۰۲۲ د یرغل له وخت راهیسې یې له کیف ملاتړ کړی.