طالبانو په ننګرهار ولایت کې د ۱۴۱۰ منه غرنیو لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو د ۱۴۱۰ منه غرنیو لرګیو له قاچاق کېدو مخنیوی کړی دی.

د دغې قومندانۍ ویاند وايي، د ننګرهار د ځنګلونو له پرې کېدو د مخنیوي لپاره یو امنیتي ټولی جوړ شوی او په ټول ولایت کې د غرنیو لرګیو له پرې کېدو او همداراز قاچاق کېدو مخنیوی کوي.

د نوموړي په وینا، درول شوي موټر بېرته پرېښودل شوي، خو ټول یاد غرني لرګي د ځنګلونو له پرې کېدو د مخنیوي امنیتي ټولي ته لېږدول شوي دي.

مسوولینو په دې اړه چې د دغو توکو د قاچاق په تړاو څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو