ترکي چارواکی: په ترکیه کې د افغان محصلانو استعداد او مودبانه چلند د ستاینې وړ دی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې په ترکیه کې د دغې ډلې کلتوري اتشه قاري حمیدالله تمکین او ترکیې بلو ولایت دولتي پوهنتون پروفیسر دوکتور مصطفی علي شارلي سره لیدلي دي. شارلي په ترکیه کې د افغان محصلانو استعداد ستایلی دی.

د نوموړي وزارت د اعلامیې له‌مخې، په دې لیدنه کې پروفیسر دوکتور مصطفی علي شارلي په ترکیه کې د افغان محصلانو استعداد او مودبانه چلند ستایلی دی.

د طالبانو کلتوري اتشه قاري حمیدالله تمکین ویلي چې افغانستان او ترکیه ګډ مشترکات لري چې په دې لړ کې مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د یادونې وړ دی. د هغه په وینا، مولانا په فرهنګي برخه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د پله حیثیت لري.

نور خبرونه

رادیو