د ۲۰۲۵ کال له پیله تر دا مهاله له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیونه افغانان ایستل شوي‌ دي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو د تازه شمېرو له مخي، دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوالو ایستلي‌ دي.

ملګري ملتونه د کډوالو جبري شړل د بشري بحران د زیاتېدو په مانا ګڼي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څخه د اسناد لرونکو او بې اسنادو کډوالو د ژر ایستلو د مخنیوي لپاره غږ لوړ کړی.

پاکستان د بې اسناده او کارت لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندی کړې او د دغه هېواد له خوا کډوالو ته ورکړل شوې موده هم په نږدې کېدو ده.

ملګري ملتونه غواړي، چې د کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوالو پام ځان ته واړوي او جبري ایستل یو بشري بحران ګڼي.

د معلوماتو له مخې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل کېدل ورو شوي او د تېرې اونۍ په پرتله ۱۱ سلنه کمښت راغلی دی.

له ایران څخه راشړل شوي په همدې اونۍ کې ۳۹ زره ۲۰۰ افغانان ثبت شوي، چې دغه شمېر په تېره اونۍ کې ۴۴ زره ۱۰۰ ته رسېدی

سرچینې وايي، چې د افغانستان سرحدې سیمې د کډوالو د ساتنې او محدودو سرچینو له امله د زیاتېدونکي فشار سره مخ دي

د افغانستان وضعیت د مرستو بودیجه سخته کمه کړې او د ۲۰۲۵ کال لپاره د اړتیا وړ ۴۷۸ میلیون ډالرو څخه یوازي ۲۹ سلنه ترلاسه شوې.

نور خبرونه

رادیو