چين په سیمه ییزه ډیپلوماتیکه هڅه کې په تبت، پاکستان او هند تمرکز پراخوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

بېجینګ په روانه اوونۍ کې د تبت، هند او پاکستان په کچه یوه لویه ډیپلوماتیکه هڅه پیل کړې، څو د دغو سیمو ارزښت وښيي او د امریکا د ډیپلوماسۍ له تېروتنو ګټه واخلي. د چین ولسمشر دوه ورځې تبت ته او د بهرنیو چارو وزیر یې هند او پاکستان ته سفرونه کړي.

د راپورونو له مخې، په دغو درېیو پوله‌والو سیمو کې د چین لپاره دوه مهم ستراتېژیک مسایل د یادو سفرونو اصلي موخې دي.

یوه موضوع د تبت د دلای لاما او بېجینګ ترمنځ د ځای ناستي په اړه روانه شخړه ده، دویمه موضوع د هند او واشنګټن ترمنځ د اړیکو خراب وضعیت دی او شنونکي‌ وایي، چې دغه حالت بېجینګ ته دا فرصت برابر کړی چې له هند سره خپلې له اوږدې مودې راهیسي ترینګلې اړیکې بېرته جوړې کړي.

چین په ۱۹۵۰ کال کې پر تبت یرغل وکړ او په ۱۹۵۱ کال کې یې دغه سیمه له ځان سره یوځای کړه.

نننۍ د تبت خپلواکه سیمه چینايي ژبې ته ورته «شي زنګ» خبرې کوي او له بېجینګ څخه اداره کېږي او اوس د چین حکومت هڅه کوي، چې دغه سیمې ته د هان چینایانو مېشتېدنه پراخه کړي.

بلخوا، د هند ګاونډی پاکستان بیا چین ته یوه مهمه وچه‌لاره برابروي چې په دې سره عربي سمندر پوري لاس‌رسی پیدا کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ دا اوونۍ هند او پاکستان ته ولاړ.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ناسته کې ویلي: «چین تل د پاکستان تر ټولو باوري شریک او پیاوړی ملاتړی پاتې شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې چین او پاکستان د زېربنا، سوداګرۍ او پوځي چارو کې ګډ کار کوي.

د ښاغلي وانګ دا سیمه‌ ییز سفر ښايي د هند او امریکا ترمنځ د خرابو اړیکو له امله الهام اخیستی وي.

هند د امریکا پر هغو اقداماتو غوسه دی، چې په مې میاشت کې واشنګټن د پاکستاني پوځ د یوه پلاوي هرکلی وکړ او پر هندي محصولاتو یې ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګولې.

نور خبرونه

رادیو