د ترکیې لومړۍ مېرمن د میلانیا ټرمپ څخه د غزې په اړه د غږ پورته کولو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د ترکیې د ولسمشر مېرمن امینه اردوغان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېرمنې میلانیا ټرمپ څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د اسراییل لومړي وزیر سره دې د غزې د ماشومانو د کړاوونو په اړه خبرې وکړي او خپل غږ پورته کړي.

امینه اردوغان په لیک کې لیکلي، چې هغې ته د میلانیا ټرمپ هغه لیک الهام ورکړی، چې څو ورځې وړاندې یې د اوکراین او روسیې د ماشومانو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته لېږلی و.

د امینه اردوغان لیک د ترکیې ولسمشرۍ ماڼې خپور کړی او په کې لیکل شوي:« زه باور لرم چې هغه ځانګړې پاملرنه چې تاسو د اوکراین د ۶۴۸ ماشومانو لپاره وښوده، غزې ته هم وغځول شي.»

امینه اردوغان په لیک کې زیاته کړې:« نن چې نړۍ د یوې ګډې وېښتیا په حالت کې ده او د فلسطین د رسمیت پېژندنې غوښتنه نړیواله اراده ګرځېدلې، زه باور لرم چې ستاسو غږ د غزې په استازیتوب به د فلسطیني ولس پر وړاندې یوه تاریخي دنده ترسره کړي.»

سپیني ماڼۍ تر اوسه د یاد لیک په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

امینه اردوغان د امریکا د ولسمشر مېرمنې ته دا لیک په داسې مهال لېږلی دی، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو یوې ادارې اعلان وکړ، چې د غزې ښار او شاوخوا سیمې په رسمي ډول د قحطۍ ښکار دي او کېدای شي قحطي نوره هم خپره شي.

نور خبرونه

رادیو