د جرمني لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ ویلي، چې ترکيه د اروپايي ټولنې نږدې شريک هېواد دی او غواړي له انقرې سره د ټرانسپورټ تر څنګ نورو برخو کې اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي. هغه ترکیې ته د خپل لومړي سفر پر مهال دغه څرګندونې کړې دي.
مېرڅ د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې وويل: «زه په خپله او د جرمني حکومت، ترکيه د اروپايي ټولنې نږدې شريک هېواد بولو. موږ غواړو د اروپا پر لور د تګ لاره نوره هم هواره وساتو.»

