نړۍوالو مرستندویه ادارو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې د سوډان دارفور په الفاشر کې پراخ ظلمونه او جنايتونه شوي دي او خلک هڅه کوي چې خوندي ځایونو ته ولاړ شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د پنجشنبې په ورځ پر یاد ښار وسلهوال برید وغانده.
د دارفور څخه یوشمېر تښتېدلو کسانو د کډوالو په یوه پنډغالي کې مرستندویه کارکوونکو ته ویلي، چې لارې د وژل شویو کسانو له مړو ډکې دي. د راپورونو له مخې؛ د سوډان د یاد ښار په سقوط او ګډوډۍ کې سلګونه کسان وژل شوي دي. ملګرو ملتونو د سوډان د وضعیت په تړاو بېړنۍ غونډه هم بللې ده.

