د طالبانو د امربالمعروف وزارت کارکوونکو په کندهار کې د دولتي کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو پر دروازو نوي محدودیتونه لګولي. د دغو محدودیتونو له مخې، هغو ښځو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې یوازې تور حجاب اغوندي، ښځې اړ دي چې بورقه واغوندي څو یې مخ او سترګې بشپړه پټې پاتې شي.
د کندهار ښار د بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ښځینه ناروغانو د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته شکایت کړی، چې د امربالمعروف کارکوونکي د هر کلینک په دروازه کې ولاړ وي او د تور حجاب اغوستونکو ښځو د ننوتلو مخه نیسي. دوی ښځو ته په تُندو الفاظو وایي: «یوازې د بورقې په اغوستلو سره دننه کېدلی شئ.»
سرچینې زیاتوي، چې د روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکې له وړاندې د تور حجاب له اغوستلو منع شوې وې او اړې وې چې بورقه وکاروي، خو اوس دغه بندیز پر ناروغو ښځو هم تطبیقېږي.
زرغونه چې له خپلې مور سره د ښار یوه کلینیک ته تللې وه، وایي: «مور مې ډاکټر ته بېولې وه، خو طالبانو د کلینیک د دروازې په خوله کې ودرولم او را ته یې وویل: بورقه نه لرې، بېرته ولاړ شه. ډېره خفه شوم، مور مې ناروغه وه، مجبور شوو بېرته کور ته ستانه شوو.»
له دې سره، مینه یوه بله ناروغه ده چې د کندهار په شپږمه ناحیه کې کلینیک ته تللې وه او هلته د تور حجاب له امله کلینیک ته نه وه پرېښودل شوې.
هغه وايي: «ما تور حجاب کړی وو، مخ مې پټ وو، خو ویل یې سترګې دې ښکاري. په دروازه کې یې راته چیغې ووهلې، ویل یې چې یوازې بورقه منل کېږي، له ډېر شرم او وېرې بېرته راوګرځېدلم.»
شکریه چې د ماشوم د درملنې لپاره کلینیک ته تللې وه، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «زه له کوره د تور حجاب سره ووتلم ځکه بورقه نه لرم، په دروازه کې یې راته وویل چې پرته له بورقې ننوتل حرام دي، ماشوم مې ناروغ وو، ما ډېر وژړل خو طالبانو کلینیک ته د ننوتلو اجازه رانکړه.»
د کندهار په حوزوي میرویس روغتون کې که څه هم تر اوسه په رسمي ډول ښځو ته نه دي ویل شوې، چې باید د تور حجاب پر ځای بورقه واغوندي، خو باوري سرچینې وایي چې ډېر ژر به په ټول کندهار کې د دولتي او خصوصي روغتونونو پر ټولو ښځینه ناروغانو او مراجعینو دا بندیز عملي شي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې څه موده مخکې طالبانو په ټول افغانستان کې روغتيايي مرکزونو ته د محرم پرته د ښځو پر تګ بندیز لګولی و.
د دې پرېکړې له مخې، ښځې باید له یوه نارینه محرم سره د درملنې لپاره لاړې شي.
د طالبانو د امربالمروف وزارت له لوري د ښځو د حجاب په اړه پراخ قوانین نافذ کړي دي.
په ۲۰۲۲ کال کې دغه وزارت په رسمي ډول اعلان وکړ، چې ښځې باید خپل مخ او ټول بدن پټ کړي.
په هرات، ارزګان او نورو ولایتونو کې هم ورته راپورونه خپاره شوي چې د ښځو د تور حجاب یا نیمه پوښښ پر وړاندې سخت دریځ نیول شوی.
د ښځو د حقونو نړۍوالې ادارې دا ډول محدودیتونه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او ټینګار کوي، چې د روغتیايي خدماتو پر وړاندې د بندیزونو دوام د ښځو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
طالب چارواکي وايي، چې د حجاب د پلي کولو هدف د «اسلامي ارزښتونو ساتنه» ده او ښځې باید د ټولنې په ټولو برخو کې د "شرعي حجاب" په چوکاټ کې راښکاره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د افغانستان د څېړونکو شبکې په یوه راپور کې ویلي و، چې د امر بالمعروف قانون پر ښځو د کورنیو کنټرول ډېر کړی.
په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د دغه قانون د پلي کېدو ترڅنګ، کورنیو هم د نیول کېدو یا د طالبانو لهخوا د خبرداري ترلاسه کولو له وېرې پر ښځو خپل کنټرول ډېر کړی دی.
د افغانستان د څېړونکو شبکې ویلي، د کورنیو نارینه غړي د دې لپاره چې د طالبانو لهخوا د خپلو خوېندو او لوڼو د نیول کېدو مخه ونیسي؛ پر هغوی یې کنټرول ډېر کړی دی.
د دغه راپور له مخې؛ ان هغه کورنۍ چې د طالبانو د امر بالمعروف له قانون سره جوړ نه دي، د ښځو د کنټرول تګلاره یې خپله کړې ده.