د پنجاب حکومت د بې اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو درېیم پړاو پیل کړ

۴ ورځې مخکې

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې نن یکشنبه (د تلې ۲۰مه) لیکلي، چې په پنجاب ایالت کې د ناقانانه افغان کډوالو د اېستل کېدو درېیم پړاو پیل شوی. پنجاب کې ۴۶ توقیف مرکزونه فعال شوي او په کې هغه بې اسناده افغانان ساتل کېږي، چې د تورخم له لارې یې افغانستان د استولو چارې بشپړې شوې وي.

ورځپاڼه لیکي، په دې لړ کې تر اوسه ۱۲۳ افغانان تشخیص شوي او د اېستلو لپاره د توقیف مرکزونو ته لېږل شوي.

د ورځپاڼې په وینا، اوس په پنجاب کې د افغان کډوالو یو کمپ هم نه دی پاتې او تېره میاشت د همدې ایالت د میانوالي په نوم وروستی کمپ هم وتاړه،. دغه ډول په پښتونخوا کې څلور او بلوچستان کې لس کمپونه تړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو