په پکتیا کې د جوجیتسو د ولایتي لوبډلې لپاره سیالۍ وشوې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱

د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ وشوې چې په پایله کې د دغه ولاین د منتخبې لوبډلې لپاره ۱۰ ورزشکاران غوره شول.

په پکتیا کې د سپورټ د برخې ځايي طالب چارواکي وايي، هیله‌مند دي چې انتخاب شوي ورزشکاران د پکتیا ښه استازولي وکړای شي.

جوجیتسو کراټې او تکواندو ته د هنري رزمونو د لوبو یو ډول دی. دا لوبه په اصل کې د جاپان له لرغوني جنګي هنرونو څخه دی، خو د وخت په تېرېدو په برازیل کې د ګریسي کورنۍ دې لوبو ته په نوې بڼه وده ورکړه چې اوس په نړۍ کې د برازیلي جوجیستو په نوم مشهوره ده.

نور خبرونه

رادیو