د اسراییل ۱۲ کانال راپور ورکړی، چې د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه غونډه کې ویلي، چې د ټرمپ بشپړ ملاتړ ورسره دی. په راپور کې د نتنیاهو له قواله ویل شوي، چې دوی د غزې د پلان شوي پوځي برید د پلي کولو لپاره محدود وخت لري.
د دې راپور پر بنسټ، ټرمپ د چټکو او پرېکنده عملیاتو غوښتونکی دی او نه غواړي د غزې جګړه له دې زیات وغځېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د اکسیوس خبري وېبپاڼې هم راپور ورکړ، چې د امریکا متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل لهخوا د غزې تړانګې له بشپړ نیولو سره هېڅ مخالفت نهلري.
دوو امریکايي چارواکو نوموړې رسنۍ ته ویلي، ټرمپ د دې عملیاتو په اړه د اسراییل په پرېکړه کې د مداخلې اراده نهلري او اسراییلي حکومت ته یې اجازه ورکړې چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.