د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې عباس عراقچي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټلیفونې خبرو کې د اټومي مذاکراتو د راتلونکي مسیر ارزونه کړې. دواړه سیالانو د ایران او د نړۍوال اټومي انرژۍ ادارې ترمنځ د همکارۍ په اړه هم خبرې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې عباس عراقچي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ټلیفوني خبرو کې د ایران د اټومي موضوع د تحولاتو په خاص ډول د درېیو اروپايي هېوادونو وروستیو اقداماتو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د پای ته رسېدو باندې نظرونه تبادله کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو وزیرانو ټینګار کړی چې درې اروپايي هېوادونه د برجام تړون د ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي او له بلې خوا یې له امریکا سره د ایران پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو د برید ملاتړ کړی.
دوی ویلي، چې له پرېکړې څخه د ښکاره نقض له کبله دا هېوادونه قانوني صلاحیت او اعتبار نه لري، چې د برجام د شخړو د حل میکانیزم ته مراجعه وکړي.
دوی ویلي، چې پرېکړه لیک باید پر ټاکلې نېټه پای ته ورسېږي.
دواړو وزیرانو په بېلابېلو برخو کې ټينګار کړی، چې خپل تعامل او مشورو ته به دوام ورکوي او په ګډ دریځ به وړاندې ځي.